Home
 

Today is,

Monday, 20 May 2013

 

Home | About Us | News | User Login | Tender | Contact Us
Main Menu
Home
Photos at China Radio
News
Blog
Links
Search
Contacts
Seniority List
News Section
National
World
Sport
Business
Forex
Weather
Articles & Features
Sport News
Cricket: Rain delays Pakistan’s clash with Scotland
EDINBURGH, May 19, (APP/AFP) - Pakistan’s one-day international against Scotland was delayed on Sunday due to a waterlogged playing surface in Edinburgh. The umpires ordered a 1200GMT pitch inspection at the Grange after taking a close look at the wicket three times before the scheduled start of play. Heavy rain in the Scottish capital on Saturday left areas of the outfield sodden, while there were also worries about the condition of the wicket.
Read more...
 
Army wins national women cycling title
LAHORE, May 18 (APP): Pakistan Army won the title of the 10th  national women cycling championship here on Saturday at the cycling velodrome. Army’s riders added another gold to their previous four to emerge the winners of the three-day premier event held under the supervision of Pakistan Cycling Federation,Munawar Baseer Group.
Read more...
 
Recent spot-fixing scandal has tarnished cricket’s image further: ex-players
ISLAMABAD, May 17 (APP): Former Pakistan cricketers feel that the recent spot-fixing scandal that has rocked ongoing Indian Premier has tarnished the image of the game of cricket. Erstwhile skipper Zaheer Abbas in an interview on Friday said that he was shocked by the scandal involving Indian Test player,  Sreesanth and two others—Ajit Chandila and Ankeet Chavan. “What worries me is that this apparently is just the tip of the iceberg as far as corruption in cricket is concerned. There have always been fears that the IPL was a soft target for bookmakers but no one took this seriously,” he said.
Read more...
 
Army wins 9th Korean Ambassador National Taekwondo C’ship
ISLAMABAD, May 17 (APP): Pakistan Army won the 9th Korean Ambassador National Taekwondo Championship by clinching overall 17 gold, three silver and two bronze medals on Friday here at Liaquat Gymnasium. Army secured a total of 507 points. WAPDA remained second with 165 points, securing one gold, six silver and two bronze medals.
Read more...
 
National athletics championship dedicated to Zakir Syed
LAHORE, May 17 (APP): Athletics Federation of Pakistan (AFP) has decided to dedicate the 45th edition of the National Athletics Championship in the memory of late Syed Zakir Hussain Syed, a former director general of Pakistan Sports Board. The premier activity, both for men and women, will be organised May 24 at Jinnah stadium Islamabad and all the affiliated units of the AFP will take part, said a spokesman of AFP here on Friday. He said late Zakir rendered meritorious services for the cause of sports in the country and the AFP has decided to dedicate the championship to him to acknowledge his valuable contributions as a sports administrative. “Over 500 athletes belonging to the four provinces, AJ&K, FATA, Gilgit Baltistan and various services and departments will compete in the three-day sports “, he added.
 
Archive
Latest News
Information Ministry to hold seminar on social media on May 20 - Funds shortage behind energy crisis: minister - ECP orders recounting of votes in NA-103 - Imran to start walking after getting spinal brace - NP, PML-N, PKMAP to form next Balochistan government: Bazinjo - Nawaz to decide Leader of the House in Balochistan: Shahbaz
Pashto News
> PDF Print E-mail

الېکشن کمیسون كراچې كښې  د قامي اسمبلۍ حلقه اېن اے 250  په 43 پولنګ اسټېشنو د بيا پولنګ كولو كرڼلار جاري كړو

کراچی ۔ 14 مئی (اے پی پی) الېکشن کمیسون كراچې كښې د قامي اسمبلۍ حلقه اېن اے 250  په 43 پولنګ اسټېشنو د بيا پولنګ كرڼلار جاري كړو۔د الېكشن کمیسون له مخې په حلقه اېن اے 250 كښې به د مئي په 19 نيټه بيا پولنګ كېږي۔په دې حلقه كښې د دهاندلۍ او تاخير سره  د پولنګ پېل كېدو له امله ټاكنې كالعدم ګرځولې شوېدي۔
 
> PDF Print E-mail

الېکشن کمیسون كراچې كښې  د قامي اسمبلۍ حلقه اېن اے 250  په 43 پولنګ اسټېشنو د بيا پولنګ كولو كرڼلار جاري كړو

کراچی ۔ 14 مئی (اے پی پی) الېکشن کمیسون كراچې كښې د قامي اسمبلۍ حلقه اېن اے 250  په 43 پولنګ اسټېشنو د بيا پولنګ كرڼلار جاري كړو۔د الېكشن کمیسون له مخې په حلقه اېن اے 250 كښې به د مئي په 19 نيټه بيا پولنګ كېږي۔په دې حلقه كښې د دهاندلۍ او تاخير سره  د پولنګ پېل كېدو له امله ټاكنې كالعدم ګرځولې شوېدي۔
 
> PDF Print E-mail

هېواد كښې ټول ټاكنې په مجموعي توګه سوله ايزې كول د نګران حكومت كاميابي ده۔ د وزیراعظم میر هزار خان کھوسو  داخله  وزیر سره خبرې

اسلام آباد ۔ 14مئی (اے پی پی)نګران وزیراعظم میر هزار خان کھوسو وئيلي دي چې  هېواد كښې ټول ټاكنې په مجموعي توګه سوله ايزې كول د نګران حكومت كاميابي ده۔ده دا خبرې د نهې په ورځ داخله وزير ملك محمد حبيب سره وزيراعظم هاٶس كښې خپلو خبرو كښې وكړې۔داخله وزير وزیراعظم هېواد كښې د امن او امان اوسني صورتحال څخه خبر كړو۔ داخله وزير وزیراعظم ته هېواد كښې آزادانه ٬ سپېځلو او عادلانه ټاكنو كولو له ښه چاپېرچل پېدا كولو لپاره صوبائي چارواكو ٬ امنيتي او استخبارتي ادارو سره د نزدې تماس لرلو سره د داخله وزارت لخوا د امنيتي انتظاماتو په اړه هم ووئيل۔ وزیراعظم د آئین له مخې د اولس ټاكل شويو نمائندګانو ته اقتدار سپارلو له د خپل حكومت د لوظ پخلې هم وكړو۔



وزیراعظم میر هزار خان کھوسو سره د اطلاعاتو وزير وليدل

اسلام آباد  14 مئی (اے پی پی) نګران وزیراعظم جسټس (ر) میر هزار خان کھوسو سره د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عارف نظامی د تېره ورځ وزيراعظم هاٶس كښې وليدل۔په دې مهال وزيراعظم د دې لوظ پخلې وكړو چې د اقتدار سپارلو بل پړاٶ به د آئين له مخې غېرد څه تاخير نه بشپړ كولے شي۔ وزیراعظم ته ووئيل شول چې غېر ملكي ميډيا او مبصرينو ته د ټاكنو په څارنې كولو او راپور كولو لپاره آسانۍ او آزاده رسنه وركړې شوې ۔وزیراعظم ته ووئيل شول چې غېر ملكي مډيا هېواد كښې په ټول ټاكنو كښې خوښي څرګنده كړې۔ وزیراعظم د دې لوظ پخلې وكړو چې حكومت د ميډيا په آزادۍ باور لري او اولس كښې شعور پېدا كولو او د څارنې په حېث د ميډيا كردار د ستائنې وړ دے۔


 

كانګو كښې په امن مشن كښې شهيد كړے شوے عسكر خاورو ته وسپارلے شو

پنډۍ  14 مئی (اے پی پی) کانګو كښې د پاكستاني پوځ په امن مشن كښې د وسله والو ياغيانو په بريد كښې شهيد شوے د صوبېدار تنوير حسېن د جنازې لمونځ د نهې په ورځ نكه كهوټ كلي ضلع چكوال كښې ادا كړې شو او خدائے بخښلې پوځي اعزار سره خاورو ته وسپارلے شو۔ د جنازې لمونځ په مهال د پوځي چارواكو پشمول ځائي خلقو په ګڼ شمېر كښې ګډون  وكړو۔(وا/ګ ل/2150)

 

 

 كه عمران خان خېبرپښتونخوا كښې حکومت جوړولے شوي نو مونږ به خنډ نه جوړېږو۔ صدیق الفاروق

اسلام آباد  14مئی (اے پی پی)د مسلم لیګ(ن) مرکزی لارښود صدیق الفاروق وئيلي دي چې زمونږ ګوند اصولي پرېكړه كړې كه چرې عمران خان خېبرپښتونخوا كښې حکومت جوړولې شي نو مونږ به خنډ نه جوړېږو۔د نهې په ورځ پي ټي وي سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل عمران خان سره په خېبرپښتونخوا كښې 34 خپل غړي دي او 65 غړې نور ګوندونو او آزاد دي٬ كه 65 غړي خپلو كښې حكومت جوړ كړي نو ھغوي څوك منع كولے شي۔د يوې پوښتنې په ځواب صدیق الفاروق ووئيل چې د عمران خان رويه دنوروګوندونو لارښودو سره سمه نه وه له دې كبله د هغوي ګوندونه ده سره كېدو ته به تيار نه وي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل چې تحريك انصاف دې خپل عدالت پخپله نه لګوي٬ دا كومه خبره ده چې كوم ځائې ھغوي ګټلې هلته ټاكنې درست شوې او چې كوم ځائې ھغوي ته ماتې شوې هلته مېنډېټ پټ كړې شوې
 
> PDF Print E-mail

د صوبه خېبرپختونخوا 10سیاستمدارو د خپل سيټونو پرله پسې ګټلو درناوې ترلاسه كړو۔

دوئي كښې د قامي وطن ګوند آفتاب شیرپاﺅ او سكندر شېرپاؤ،د جمعیت لارښود مولانا فضل الرحمن شامل دے۔

پېښور ۔14مئی (اے پی پی) د صوبه خېبرپختونخوا 10سیاستمدارو د خپل سيټونو پرله پسې ګټلو درناوې ترلاسه كړو۔ دا درناوې ترلاسه كوؤنكو كښې د قامي وطن ګوند آفتاب شیرپاﺅ ٬ د ده برخوردار سكندر شېرپاؤ،د جمعیت لارښود مولانا فضل الرحمن٬ د خېبر پختونخوا اعلی وزير اکرم خان درانی ، د ډېره اسماعيل خان اسراراللہ ګنډاپور،د مانسهرې وجيه الزمان ،د بټګرام شاہ حسین ، د اېبټ آباد قلندرلودھی ،د هري پور راجه فېصل زمان او د ملاکنډ محمدعلی شامل دے۔(وا/وا/2040)

 

 

برطانیه به سوريه كښې حكومت مخالف  ياغيانو سره 6 كروړه 10 لكھه ډالره مرسته كوي۔

لندن ۔ 14مئی (اے پی پی) برطانیه به سوريه كښې د اولس مشر بشار الاسد مخالف ياغيانو سره د انساني خواخوږۍ په بنياد 6 كروړه 10 لكھھ ډالره مرسته  كوي۔ د دې خبرې اعلان د نهې په ورځ د برطانوي وزيراعظم ډېوډ كېمرون دفتر لخوا شوے۔ د ګل په ورځ برطانوي وزيراعظم امريكائي اولس مشر سره خپل ملاقات كښې د سوريه ستونزې په اړه د خيالاتو څرګندونه كړې وه۔د برطانيې وزيراعظم دفتر څخه جاري بيان كښې وئيلي شوي دي چې دا اعلان برطانيې امريكائي اولس مشر باراك اوبامه سره شريك خبري كنفرنس كښې كړے۔ بلخوا سوريه وئيلي دي چې برطانيه سيمه كښې غېر تعميري كردار ترسره كوي۔(وا/وا/2040)

 

 روسيه كښې ټرافيكي پېښه ، 10 كسان مړه ٬ 9 ژوبل

ماسکو ۔ 14مئی (اے پی پی) د روسيه نپيزا سيمه كښې د يو بس او ټرك ترمينځه د ټكر په نتيجه كښې نزدې 10 كسان مړه او 9 ژوبل شوي دي۔ د داخله وزير وياند ميډيا سره خپلو خبرو كښې ووئيل بس كښې 18 مسافر ناست وو۔ او دا پېښه د ډرائيور د غفلت په سوب رامخې ته شوه۔
 
> PDF Print E-mail

میانمار ، د سمندري طوفان په سوب بېړۍ كښې ناست ګڼ شمېر كسان بې دركه شو

ینګون ۔ 14مئی (اے پی پی) ميانمار كښې بېړۍ طوفان سره د ټكر كېدو په نتيجه كښې ډوبه شوې او له امله ئې ګڼ شمېر كسان بې دركه شوي ۔ د ميډيا ذريعو له مخې بېړۍ كښې ناست 200 مسلمانان روهنګيا څخه پاؤكټا ټاؤن شپ ښار پلو روان وو چې سخت طوفان سره مخ شو۔ د راپور له مخې ګڼ كسان بچ كړے شوي دي ولې اوس هم يو لويه شمېره كسان بې دركه دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې تېر كال راسې د ميانمار حالات خرابېدو په سوب ډېر مسلمانان راكھني كښې په عارضي توګه په استوګنه كولو مجبور دي۔(وا/ګ ل/1935)

 

 

امريكائي سفير رچرډ اولسن لاهور كښې نواز شریف، نجم سیټھی او د سول سوسائټۍ نمائندګانو سره وليدل

لاهور۔ 14مئی (اے پی پی)امریکائي سفير رچرډ اولسن د نهې په ورځ د لاهور دورې په مهال د پاكستان مسلم ليګ (ن) لارښود نواز شریف، د پنجاب نګران وزيراعلی نجم سیټھی او د سول سوسائټۍ نمائندګانو سره ملاقات اوكړو۔ په دې مهال سفير د قامي او صوبائي اسمبليو ټاكنو كښې په كاميابۍ ترلاسه كولو نواز شريف ته مباركي وركړه۔ ده په شريك احترام او ګټو اډانه دوه اړخيزه اړيكو مضبوطولو له د امريكا د لوظ پخلې اوكړو۔ د نهې په ورځ د امريكائي سفارت لخوا جاري بيان ترمخه اولس مشر اوبامه د مئي په  12 نېټه خپل بيان كښې وئيلي و "زه په كاميابو پارلماني ټاكنو كولو پاكستاني اولس ته مباركي وركوم۔ د يو بل په مقابله كښې د ټاكنو كمپائن كولو ٬ د جمهوري حق په آزاده توګه كارولو او د انتها خوښو لخوا د ويرې ترخې چاپېرچل سره هم د مسقل مزاجۍ څرګندونه كولو سره تاسو د خپل لوظ پخلې كړې۔ امريكا او پاكستان شريكو ګټو لپاره په ګډه د كار كولو يو لوئے تاريخ لري او زما انتظاميه پاكستاني اولس له د يو زيات مستحكم ٬ محفوظ او سوكاله سباؤن لپاره د ټاكنو په نتيجه كښې راتلونكي حكومت سره  د برابرۍ په كچه مرستې كولو ته سترګې په لار ده۔


 

المان خارجه وزير پاكستان كښې جمهوري ټاكنې وستائلې

اسلام آباد ۔ 14مئی (اے پی پی) د المانيه خارجه وزير ګوئېډو وېسټرویل پاكستان كښې د جمهوري ټاكنو هركلې كولو سره په دې مهال زيات ټرن آؤټ د ترهه ګرۍ په ضد او جمهوريت په حق كښی يوه ښكاره او د ډاډ وړعلامت ګرځولے۔ ده باور ښكاره كړو چې راتلونكې نوې قيادت به د اولس د هيلو او جذبو احترام اوكړي۔

 

 

د خېبرپښتونخوا اولس لخوا پي ټي آئي ته د وركړے شوي مېنډېټ به احترام كولے شي۔جاوېد هاشمي

اسلام آباد 14 مئی (اے پی پی)د  پاکستان تحریک انصاف مرکزی لارښود او د قامي اسمبلۍ نوے ټاكل شوي غړي جاوېد هاشمي وئيلي دي چې  د خېبرپښتونخوا اولس لخوا پي ټي آئي ته د وركړې شوې مېنډېټ به احترام كولے شي۔دنهې په ورځ نجي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل د صوبې بنيادي مسئله امن په ځائې كول دي۔ده ووئيل صوبه كښې حكومت جوړولو له د جماعت اسلامي پشمول آزاد كانديدانو سره په تماس كښې يو۔د يوې پوښتنې په ځواب  ده ووئيل چې خېبر پښتوانخوا كښې د ترهه ګرۍ روان جنګ مونږ د پاكستان نه بلكه د امريكې جنګ ګڼو او په دې اړه به ټولو ډلو سره د خبرو اترو لار هواره كړو۔



پلاننګ كميسون آف پاكستان مالي كال 13-2012 كښې بېلو پروژو له 170.7اربه روپۍ جاري كړې٬ پی اېس ډی پی له  233 اربه روپو كښې د انفراسټركچر 247 منصوبو لپاره د 86.3 بېليونه او د سماجي پرمختګ 715 پروژو له 78.4 اربه روپۍ جاري كړې شوې

اسلام آباد ۔ 14مئی (اے پی پی) پلاننګ كميسون آف پاكستان مالي كال 13-2012 كښې بېلو پروژو له 170.7اربه روپۍ جاري كړې٬ پی اېس ډی پی له  233 اربه روپو كښې د انفراسټركچر 247 منصوبو لپاره د 86.3 بېليونه او د سماجي پرمختګ 715 پروژو له 78.4 اربه روپۍ جاري كړې دي۔ د منصوبه بندۍ كمېسون د جاري شويو شمېرو له مخې د پي اېس ډي پي كال 13-2012 د زلزله ځپليو سيمه بيا رغونۍ او بحالۍ ادارې ايرا ته 4.1 اربه روپۍ وركړې شوې او نورو 77 پروژو له 1.9 اربه روپۍ جاري كړې شوې۔دا خبره دې ښكاره وي چې د لارو ګودرو په 347 پروژو د لګښت تخمينه 2320.3 اربه روپۍ لګولے شوې په دې كښې د كال 13-2012 په بجټ كښې 211.1 اربه روپۍ بېل كړې شوې چې په كښې 85.6 اربه روپۍ غېرملكي مرسته هم شامله ده۔د سماجي څانګه په 715 پروژو د لګښت تخمينه 554.4 اربه روپۍ لګولې شوې چې په كښې 135.9 اربه روپۍ په بجټ كښې بېلې كړې شوې او په دې كښې 8.4 اربه غېرملكي مرسته هم شامله ده۔ په نورو 77 پروژو د لګښت تخمينه 41.8 اربه روپۍ ده چې په كښې 3 اربه د مالي كال 13-2012 په بجټ كښې بېلې كړې شوې۔(وا/ګ ل/1935)

 

 

 قامی اسمبلۍ كښې د مېرمنو په خاص 60 چوكو مسلم ليګ ن ته د 34 پي ټي آئي ته 5 پي پي پي ته 8 او اېم كيو اېم ته 5 چوكۍ ترلاسه كېدو امكان دے

اسلام آباد ۔ 14مئی (اے پی پی) قامی اسمبلۍ كښې د مېرمنو په خاص 60 چوكو مسلم ليګ ن ته د34 پي ټي آئي ته 5 پي پي پي ته 8 او اېم كيو اېم ته د 5 چوكۍ ترلاسه كېدو امكان دے۔د الېكشن كميسون ذريعو له مخې مسلم ليګ ن ته په پنجاب كښې په 35 چوكو كښې 32 ٬ خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې يو يو چوكۍ ترلاسه كېدو امكان دے۔پيپپلز ګوند ته سندھ كښې د مېرمنو په خاص 14 چوكو كښې 8 اېم كيو اېم ته د 5 چوكو ترلاسه كېدو امكان دے۔تحريك انصاف ته په خېبرپښتونخوا كښې د 3 او پنجاب كښې د 2 چوكو ترلاسه كېدو امكان دے۔ مسلم لیګ (ق) ته پنجاب كښې ، مسلم لیګ (فنکشنل) ته سندھ  كښې ، جمعیت علماءاسلام (ف) ته او خېبرپښتوانخوا كښې  جماعت اسلامی او قومی وطن پارټۍ ته د يو يو چوكۍ ترلاسه كېدو امكان دے۔بلوچستان پښتونخوا ملی عوامی ګوند ته د مېرمنو د قامي اسمبلۍ د يو چوكۍ ترلاسه كېدو امكان دے۔ بلوچستان څخه جمعیت علماءاسلام (ف) او  نېشنل پارټۍ ته هم د يوې چوكۍ ترلاسه كېدو امكان دے۔دا چوكۍ به د صوبائی اسمبلۍ د ټولو ترلاسه شويو چوكو په تناسب سره خاص كولے شي۔



ټول ټاكنو كښې د مېرمنو په عمومي چوكو خېبر  پښتونخوا كښې كومه مېرمن كانديدا نه ده كاميابه شوې

پېښور 14 مئي (اے پی پی ) ټول ټاكنو كښې د مېرمنو په عمومي چوكو خېبر  پښتونخوا كښې كومه مېرمن كانديدا نه ده كاميابه شوې۔ په ټول ټاكنو كښې د پيپلز ګوند شازيه اورنګزېب د قامي اسمبلۍ په اېن اے 9  مقابله كښې پخوانے اعلی وزير امير حېدر خان هوتي ؤ۔ دغسې اين اے 14 كوهاټ كښې د اے اېن پي خورشيد بېګم ته هم د تحريك انصاف كانديد شهريار اپريدي ماتے وركړې۔په اېن اے 4 پېښور كښې آزاد كانديدې انیله شاهین ماتې خوړلې او اېن اے 44 باجوړ اېجنسۍ څخه مېرمنې كانديدې بادام زرې هم ناكامه شوې۔هېواد كښې د قامي اسمبلۍ په 105 چوكو 147 مېرمنو خپل كاغذونه جمع كړې وو او د 4 واړو صوبو په 203 چوكو 301 مېرمنې مېدان ته راوتې وې۔د كال  2008ء په ټول ټاكنو كښې يوازې 93 مېرمنو برخه اخستې وه۔د كال 2002 په ټول ټاكنو كښې 60 مېرمنو ٬ 1997 په ټول ټاكنو كښې 35 د كال 1993 په ټاكنو كښې 14 او د 1990 په ټول ټاكنو كښې 12 مېرمنو كانديدانو برخه اخستې وه



د صوبائې اسمبلۍ نويو غړو هركلي له اسمبلي سېكټرېټ كښې تيارۍ پېل شوې

پېښور ۔14 مئی (اے پی پی )د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ سېكټرېت كښې نويو غړو ته هركلي وئيلو له چمتوالې پېل شوې او په دې لړ كښې د اسمبلۍ د ودانۍ ښكلا او د صفائې كار روان دے۔ د قانون سازۍ دوهم سېكترهدایت اللہ له مخې د نويو غړو هركلي له په باقاعده توګه د هركلي ځائې جوړ كړې شوې۔د هركلي دفتر مقصد نويو غړو ته اسمبلۍ كښې آسانۍ وركول٬ په اېم پي اے هاسټل كښې استوګنه وركول او د اسمبلۍ په ودانۍ كښې دننه د خېبر بانك سب برانچ كښې د اكاٶنټس پرانستلو مرسته وركول دي او دې لپاره د قانون سازۍ دوهم سېكترهدایت اللہ فوكل پرسن نامزد كړے شوے۔ ده ووئيل پارلماني خذماتو لپاره د اسمبلۍ سېكټرېټ پاكستان مرستې سره به غړو ته د اسمبلۍ رولز او رېګولېشنز او د ائين د دفعاتو په اړه خبرتيا وركول وي ۔
 
More...
<< Start < Prev 1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 Next > End >>

Results 1 - 9 of 18070
Elections 2013 News
Elections 2013 News
Code of Conduct
Code of Conduct
Manifestos of Parties
Manifestos of Political Parties
Independence Day News
Independence Day News
Economic Survey
Economic Survey 2011-2012
Economic Survey 2010-2011
Economic Survey 2009-2010
Presidential address to the joint sitting of parliament
Presidential address to the joint sitting of parliament
Day of Democracy
Day of Democracy News
Parlimentary Proceedings
National Assembly
Senate
Ordinances